ایکنانیوز دالجزیره له قوله راپور راکړ،د انګلستان د مسلمانانو شورا په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد( له اسلامه د ویرونې) د کرکې او نفرت دخوریدا له امله دجرمنو په ډيرې زیاتیدا خپله ژوره اندیښنه ښودلې او له حکومته ئې غوښتي دي،څو له دغې اندیښمنونکي ښکارندې سره دې د مقابلې لپاره جدي اقدامات وکړي.
دغې شورا پخپلې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځې ئې خپره کړې ، دانګلستان پر حکومت غږ کړی، لا سخت قوانین دې وضع کړي او ددغې ستونزې د محدودولو لپاره دې چې ددغه یهواد اجتماعي جوړښت سخت ګواښي لاجدی اقدامات اجرا کړي. په دغې اعلامیې کې اندیښمنونکي احصائې هم وړاندې شوي دي او د مانچسټر ښار دپولیسو د ډیټا په اساس ، دمسلمانانو په ضد په میاشتې کې د جرمونو ترپام وړ پورې دزیاتیدا خبره شوې ده.
بریتانوي رسیندویو په دغه هیواد کې له اسلامه د ویرونې دپروسې په زیاتیدا کې دوو اصلی عواملو ته ا شاره کړې ده چې یوه ئې په غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم دحملو او بل عامل ئې هم په تیر جولائي میاشت کې د زوړپالو افراطیانو دتاؤتریخوالو زیاتیدا وه چې ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې ئې شاهدان وو.
https://iqna.ir/fa/news/4257354